Wiki60s News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • حنا

    د حنا رباني په مشرۍ د پاکستاني حکومت پلاوی کابل ته ځي

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبر پاڼه کې وايي سې شنبه د نومبر پر ۲۹ په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ پلاوی به کابل ته یو ورځنی سفر ولري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې سفر کې به د پاکستان حکومتي پلاوی د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره پر سیاسي، پوهنیزو، سوداګریزو او نورو چارو خبرې ولري.

  • "له ایرانه تر ۳۰۰۰  ډېر افغان کډوال هرات ته شړل شوي"

    د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي،‌ ایران د هرات له لارې تر ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال افغانستان ته شړلي‌ دي.‌ په دې کې ۲ زره او ۸۴ کسه کډوال د ۹۶ کورنیو په بڼه شړل شوي او تر یونیم زر ډېر مجرد کسان هم پکې دي. دوی د اسلام کلا او ابرېشم پل له لارې افغانستان ته شړلي دي. ایران نژدې هره اونۍ سلګونه او آن ځینې وخت زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استوي. ‌

  • سومالیا کې پر هوټل یوه برید کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي

    سومالیايي ځواکونو په پلازمېنه موګادیشو کې پر هغه هوټل ځپونکي عملیات پیل کړي چې د یکشنبې پر ماښام وسله والو اورپکو ولکه کړی.

  • ملاله یوسفزۍ د نړۍ مشرانو ته: د افغان ښځو او نجونو غږونه واورئ

    د سولې نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له حکومتونو او مشرانو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو حالت دې له پامه نه غورځوي. اغلې یوسفزۍ په لندن کې د لاریون پرمهال چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره جوړ شوی و، وویل "د نړۍ مشرانو،‌ تاسې باید غلي‌ پاتې نه شئ،‌ باید ډېر څه وکړئ. تاسې باید افغان نجونو او ښځو غږونه واورئ." د بشري حقونو ډلې وايي، ‌پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد د ښځو حقونه په کمساري‌ ډول تر پښو لاندې شوې دي، خو طالبان یې نه مني. اوس څه باندې ۴۳۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولي.

  • لور د خپل پلار د اعدام سزا عملي کېدو لیدو ته پرې نه ښودل شوه

    یوې امریکایۍ محکمې ۱۹ کلنې پېغلې ته د خپل پلار د اعدام د حکم عملي کولو صحنې ته اجازه نه ده ورکړې.‌

  • د فوټبال ۲۰۲۲ نړیوال جام؛‌ ایران پر خواله رسنیو د امریکا لخوا د بیرغ د بدلولو په اړه فیفا ته شکایت کړی

    د ایران د فوټبال فدراسیون د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" ته وروسته تر هغه شکایت کړی چې د امریکا د فوټبال ټیم پر خواله رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ لیرې شو.

  • د کرېکټ نړیواله شورا: افغانستان  د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار ومونده

    د کرېکټ‌ نړیوالې شورا اعلان کړی چې افغانستان په هند کې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر او نومبر کې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره وتلی دی.‌

  • چین کې لاریونونه لویو ښارونو ته غځېدلي

    د کووېډ‌ ۱۹ محدودیتونو له امله په چین کې اوس لاریونونه لویو ښارونو ته غځېدلي‌ دي. لاریونیان په دغه هېواد کې د کورونا وېروس خپرېدا کابو کولو په موخه د سختو تدبيرونو پای ته رسولو غوښتنه کوي. لاريون کوونکو د دغه هېواد د مشر شي جين پينګ او واکمن کمونست ګوند پر ضد شعارونه ورکوي او د ښاغلي شي استعفا غواړي. تر ټولو ستر لاریونونه په شانګهای کې شوې، چې د چین تر ټولو لوی ښار او د نړۍ مهم مالي مرکز بلل کېږي. خو په ورته وخت کې دغه مظاهرې د چین د ځینو نورو ښارونو په ګډون په اوهان کې هم پراخې شوې دي.

  • ایران کې د لاریونونو یوولسمه اوونۍ؛ د محصلينو او لارۍ چلوونکو احتجاجونه لاهم دوام لري

    د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خواره واره احتجاجونه لا هم روان دي. پر خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې په بندر عباس، اصفهان، اتوبان کاشا او قزوین کې ځای ځای احتجاجونه شوي دي. څو ورځې کېږي چې لارۍ چلونکو احتجاج د دغه هېواد مهمو ښارونو کې ټرافیکي جنجال پېښ کړی.

ځانګړې پاڼه

قطر کې د فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۲

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د نومبر له ۲۱مې د ډسمبر تر ۱۸مې په قطر کې ترسره کېږي. دا لومړی ځل دی چې د منځني ختیځ یو هېواد د دې نړیوالو سیالیو کوربتوب کوي او دا هم لومړی ځل دی چې په ژمي کې د فوټبال نړیوال جام ترسره کېږي. په دې سياليو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو وېشل شوې دي. د نړيوال جام د ټولو سياليو د مهالوېش او پايلې لاندې موندلی شئ.

نيمه نړۍ

ځانګړي مطالب

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

  • اسټرالیا افغانستان کې خپلو پوځیانو ته په ورکړل شویو مډالونو له سره غور کوي

    اسټرالیا افغانستان کې خپلو پوځيانو ته د ورکړل شویو مډالونو په تړاو له سره غور کوي. دا پرېکړه په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو د ماموریت پرمهال د نژدې ۴۰ ملکیانو د ناقانونه وژنې پلټونکو کړې ده. دا پلټنه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ‌ افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د کړنو په اړه ترسره کېږي

  • سرچینې: حامد کرزي ته له افغانستانه بهر د سفر اجازه ورکړل شوې

    د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي ته ځینو نژدې سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، نوموړي ته اوس له افغانستانه بهر د سفر اجازه ورکړل شوې ده. ښاغلي کرزي ته تېر څه باندې یوه کال کې څو ځله له افغانستانه بهر د سفر لپاره اجازه نه وه ورکړل شوې. یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو ته وویل، د طالبانو حکومت ورته ویلي چې حامد کرزی "بهر سفر کولای شي."

  • طالبان وايي، قطر کې د نړیوال جام لوبغالو جوړولو کې مو هېڅ رول نه درلود

    د بریتانیا «دې ټېلېګراف» ورځپاڼه په قطر کې د طالبانو دفتر یوې سرچینې په حواله وايي، طالبانو قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره د لوبغالو یا سټوډیومونو جوړولو په پار د ودانیزو تجهیزاتو برابرولو له لارې میلیونونه ډالر ګټلي دي. دې رپوټ ته طالبانو تازه غبرګون کې ویلي د اله حقیقت لیرې او د لوېدیځو رسنیو هغه څارګر تبلیغات دي چې غواړي د طالبانو حکومت پر ضد اذهان خراب کړي.

  • طالبانو په درو د وهلو پر سزا د نړیوالې ټولنې نیوکې ''اسلام ته بې احترامي'' بللې

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په عام محضر کې د درو سزا ورکولو په هکله د بشري حقونو سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو نیوکې ''د اسلام دین ته بې احترامي'' بللې دي. له دې مخکې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا دفتر مسوولینو په دې هکله ویلي، په افغانستان کې په عام محضر کې په درو د وهلو سزا عملي کېدو له کبله ''بوږنېدلي''دي.

  • له ۳۰ کاله مخکې کنګل شوي جنین دوه غبرګوني زیږېدلي

    د امریکا ټینیسي ایالت کې دوه غبرګوني د دوی د جنینونو تر ۳۰ کاله کنګل کېدا وروسته پیدا شوي دي.

  • ویډیو, کلېک, موده 2,15

    د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو د دې اوونۍ په کلېک کې راټول کړي دي.

  • مسک پر ټرمپ د ټویټر بندیز لیرې کړ

    د ټویټر نوي څښتن اېلون مسک ویلي، د امریکا د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټویټر اکونټ بېرته فعال شوی. د نوموړي اکونټ وروسته تر هغه بېرته فعال شو چې د ټویټر کارنو یوه نظرپوښتنه کې د مخالفانو پر وړاندې دوه سلنه لوړه رایه وګټله.

  • تر راتلونکې اونۍ به د ټویټر شرکت دفترونه بند وي

    ټویټر خپلو کارمنانو ته ویلي چې خپل اداري دفترونه به په موقت ډول وتړي او دا پرېکړه سم لاسي اجرا شوې ده. په یوه پیغام کې د ټویټر شرکت کارمنانو ته - چې بي بي ‌سي ترلاسه کړی- راغلي د شرکت دفترونه به راتلونکې دوشنبه بېرته پرانیستل شي، خو د تړل کېدو د پرېکړې انګیزه یې نه ده یاده شوې.

ځانګړې پاڼه

کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام

په دې ځانګړې پاڼه کې د کرېکټ ۲۰۲۲ نړیوال شل اوریز جام په اړه د بي بي سي پښتو ځانګړي رپوټونه، مرکې او انځورونه خپرېږي.

انځورونه

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۲۸ نومبر ۲۰۲۲, ۳۰،۰۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • واورئ, ستاسې غږ, ۱۲:۰۰, ۲۸ نومبر ۲۰۲۲, ۱،۰۰،۰۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۸ نومبر ۲۰۲۲, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.